دسر پل پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال دکړنو راپور خلکو ته وړاندې کړ

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۴:۱۱
دسر پل پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال دکړنو راپور خلکو ته وړاندې کړ

د پوهنې وزارت، سرپل: دسرپل د پوهنې رئیس احمد بیګزاده ( ملت ته د دولت د حساب ورکولو) په غونډه کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تېر ۱۳۹۹ مالي کال د کړنو په اړه خلکو ته د رسنیو په وړاندې راپور ورکړ.

په یاده غونډه کې د سرپل والي قربانمراد مراد، د دولتي ادارو رئيسانو، قومي مشرانو، دینې علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنو غړو او درسنیو استازوګډون درلود.

د غونډې په پیل کې ، د سرپل والي، قربانمراد مراد دیاد ولایت د ۱۳۹۹ مالي کال د لاسته راوړنواو فعالیتونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملت ته د دولت حساب ورکول د دیمو کراسي او ښې حکومتولۍ له اساسي لومړیتوبونو څخه دې او هر وګړي حق لري چې د حکومت څخه د بیلا بیلو ملي اوسیاسي مسلو کې د رونتیا غوښتنه وکړي .

وروسته د سرپل د پوهنې رئيس د یادې غونډې برخه والو ته د تېر مالي کال په لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو مفصلې خبرې وکړې.

هغه وویل، چې په یاد کال کې د پوهنې سکتور د ښه والي، ودې او شته ستونزو د هواري په موخه ښه پلانونه او پروګرامونه پلې شوي دي.

د پوهنې رئیس د حساب ورکونې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې سکتور د لا ودې او پرمختګ لپاره به عملي ګامونه پورته کړو.

د راپور په پای کې، پوهنې رئیس د خلکو او سیمه ییزو چارواکو څخه په معارف کې د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د تعلیمي مرکزونو د جوړولو او رغونې په برخه کې د پوهنې وزارت لاسته راوړنې

په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۳۶۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ۴۱۶۰ نورې بیارغول شوې دي

په تېرو پنځو کلونو کې د ټول افغانستان په کچه د ۱۳۶۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

BACK TO NEWS