دایچوپان ولسوالۍ کې تړلې شپز ښوونځي پرانېستل شول 

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۲:۲۴
دایچوپان ولسوالۍ کې تړلې شپز ښوونځي پرانېستل شول 

د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د تړلیو شپز بابه ښوونځيو دروازې بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوې. دغه ښوونځي د زابل د پوهنې ریاست او د سیمې قومي مشرانو په هلو څلو بیرته پرانیستل شوي دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي، چې د سیمې د اوسېدونکو په هلو ځلو او غوښتنو یې ددغو ښوونځيو بیا پرانېستو ته زمینه برابره کړې او هیله ښيي، چې له پرانېستو سره به یې له ښوونځي محرومو سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې شي. 
ښاغلی زاهد زیاتوي، چې پوهنې ریاست هڅه کوي د یادو ښوونځيو زده کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او نورو درسي توکي هم برابر کړي، څو وکولای شي په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .
د دایچوپان اوسېدونکو هم په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ښوونځيو له بیا پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې لپاره به د معارف په وده او پیاوړتیا کې هیڅ ډول هڅې ونه سمپوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS