داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
سمبتمس

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي، د داوطلبۍ شرطپاڼه او اړوند سافټ کاپي ترلاسه او خپل وړاندیزونه د شرطپاڼې، د قراردادونو د قانون او د تدارکاتو کړنلارې له مخې په سرتړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۲۸ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ده افغانان سیمې اړوند په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۸ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS