داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۹
414

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړجنراټورونو د ترمیم اړوند۷۴ قلمه وسایلو د تدارک او پېرودلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي، د شرطپامې اړوند سافټ کاپي ترلاسه او خپل وړاندیزونه د قراردادونو د قانون او تدارکاتي کړنلارې له شرایطو سره سم، په سرتړلي ډول د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۶/۱ نېټې، یکشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، کوم چې په ده‌افغانان سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا هم انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین ته اړتیا نشته او د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۶/۱ نېټې، د یکشنبې ورځې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.

پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کندهار ولایت یو شمېر ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ته روزنیزه برنامه پيل شوه

د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د نويو ګومارل شویو مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته د «اغېزمنه ښوونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

په خوست کې یوه ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه

د خوست ولایت په مرکز کې( د سرکیو بوړیو) ښوونځي لپاره د ۱۹۷ زره او ۹۷۵ افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
په دې پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو ټانکرونه، پایپونه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د هرات ولایت په مرکز کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په مرکز کې د کارته امین ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د هرات ولایت والي محترم مولانا نوراحمد اسلام‌جار او د. . .

BACK TO NEWS