د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او نیز مجلس دائر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۸:۵۹
د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

 له غرمې وروسته د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو (۲۹) مجلس دائر شو .
په دې مجلس کې چې د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم برخه درلوده، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د رئیس مولوي محمداسحق حقیقي په مشرۍ د پنځو ریاستونو (اساسي او ثانوي زده کړې، بهرنۍ اړیکې او تمویل کوونکي،تقنین او پالیسي،نظارت او ارزیابي او د ښوونکو مسلکي انکشاف) له رئیسانو څخه متشکل هیئت ته  دنده وسپارل شوه، ترڅو په مرکز او ولایاتو کې د بهرنیو او داخلي موسساتو د کارونو د کنترول، نظارت او له هغوی سره د هماهنګي لپاره یوه هر اړخیزه طرحه ترتیب او د وزارت د مشرتابه مجلس ته یې وړاندې کړې.
همدارنګه په وزارت کې د بایومتریک حاضري د استعمال په فوایدو او د هغې لپاره د وخت د ټاکلو په هکله مفصل بحث وشو.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS