د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت د علماءکرامو له هیئت سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۷:۴۳
د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر د د زابل ولایت د علماءکرامو له هیئت سره وکتل تیره ورځ مازدیګر مهال (۱۴/۶/۱۴۴۳هـ ق ) د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله(منیر) صاحب  د زابل ولایت د علماء کرامو له شل کسیز هیئت سره ملاقات وکړ. په دې ملاقات کې لومړی محترم وزیر صاحب د زابل ولایت د علماءکرامو ستونزې، وړاندېزونه او مشورې په غور سره  واوریدلې  او له هغوی څخه یې مننه وکړه چې زحمت یې ګاللی او د پوهنې وزارت ته یې د لازمو مشورو او داسلامي امارت له تعلیمي پالیسي

تیره ورځ مازدیګر مهال (۱۴/۶/۱۴۴۳هـ ق ) د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله(منیر) صاحب  د زابل ولایت د علماء کرامو له شل کسیز هیئت سره ملاقات وکړ.
په دې ملاقات کې لومړی محترم وزیر صاحب د زابل ولایت د علماءکرامو ستونزې، وړاندېزونه او مشورې په غور سره  واوریدلې  او له هغوی څخه یې مننه وکړه چې زحمت یې ګاللی او د پوهنې وزارت ته یې د لازمو مشورو او داسلامي امارت له تعلیمي پالیسي څخه د حمایت په موخه  تشریف راوړی دی .
د پوهنې سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د زابل په شمول به د هیواد ټولو هغو سیمو ته چې د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې له تعلیمي خدماتو څخه بې برخې پاتې شوې دي، پوره پاملرنه کېږي او همدارنګه هغه تعلیمي بستونه چې په  تیر نظام کې په غیر عادلانه ډول نورو سیمو ته وړل شوي وو، بیرته به د ضرورت په اساس په اصولي طریقه  یاد ولایت ته راوړل کېږي. 
یادو علماءکرامو د محترم وزیر صاحب څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د هیواد په تعلیمي ډګر کې یې د هرډول همکاري ژمنه وکړه.غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS