خوست کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د خوست ولایت د مرکز اړوند د لکڼو سرکیو بوړیوعالي لېسې لپاره د درې پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره د والي محمد حلیم فدایی او پوهنې رییس نصیر احمد روشان لخوا په داسي حال کې چې د بېلا بېلو ادارو رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو، د سیمې قومي مشرانو ، ځوانانو او ددې ښوونځي زده کوونکو ګډون درلود کیښودل شوه.
دیادې ښوونځي دبنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړه شويو مراسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې وویل چې معارف ته کار کول یې په کاري اجنډا کې لومړیتوب لري، د سرکیو بوړیو د لېسې وداني به د ۲۱.۵ میلویونو افغانيو په ارزښت په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې ۱۶ درسي خوني ، دوه اداري خونې، تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او په ۶۸۸ متره چهار دیوالي سره به د ۱۳ مياشتو په موده کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې ټول لګښت یې د هندوستان هېواد له لورې ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې د سرکیو بوړیو د نجونو ښوونځي لپاره هم د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې د ودانۍ چارې روانې دي.
نوموړي همدا راز وویل چې په خوست کې د جوړیدونکو ۶۳ ښوونځیو څخه د ۵۶ ښوونځیو د ودانیو عملاً چارې روانې دي چې دا شمېره به تر راتلونکي میاشتې پورې ۸۳ ته پورته شي، چې له دې جملې څخه پنځه یې د لکڼو په سیمه کې جوړیږي. خوست والي وايي، چې دا مهال په خوست ولایت کې د معارف اړوند د ۵۰۰ میلویونو افغانیو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي.
همدارنګه د پوهنې رئیس دسیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د زده کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال رامنځته کول یې کاري لومړیتوبونو کې دی، روښان زياته کړه: د مناسب چاپېریال پرته موږ پوهنیز کیفیت نشو لوړه ولای. ورپسې د سیمې قومي مشرانو د یو شمېر نورو غوښتنو ترڅنګ د ولایتي ادارې او پوهنې ریاست څخه مننه وکړه چې د دوی په خاصه پاملرنه ورته د ښوونځي تعمیر جوړیږي او ژمنه یې وکړه چې د پروژې څخه به خاص نظارت کوي.
