خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د سلو(۱۰۰) ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۰:۱۵
خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د سلو(۱۰۰) ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې

پوهنې وزارت ـ خوست: په خوست ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د سلو(۱۰۰) ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې دیو لړ مراسمو په ترځ کې پیل شوې
په هغه غونډه کې چې له د همدي امله د خوست د مرکز اړوند د لکڼو لېسې په انګړ کې جوړه شوي وه د خوست والي محمد حلیم فدایي، پوهنې رئيس نصیراحمد روښان ، د ولایتي شورا غړو ، د ولسي تړون پروګرام مسؤلینو، قومي مشرانو او د پوهنې سلګونه مینوالو ګډون درلود.
د خوست دپوهنې رئیس نصیراحمد روښان د غونډې ګډون والو ته په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د سلو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي او زیاته يې کړه چې په دې سره به په خوست کې د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو ستونزه حل شي.
ښاغلي روښان په خپلو خبرو کې وویل چې دغه سل ودانۍ به په مرکز او ولسوالیو کې د مختلفو ښوونځیو لپاره د شپږو میاشتو په جریان کې د څه باندې ۵۰۰ میلویونه افغانیو په لګښت د اقرا برنامې په چوکاټ کې جوړې شي، ده همدا راز زیرۍ ورکړ چې پنځوس نور ښوونځي هم د اقرا په برنامه کې پلان شوي دي چې ژر به یې کارونه پیل شي. 
پوهنې رئیس همدا راز د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژو په منظم نظارت کې مرسته وکړي.
خوست والي محمد حلیم فدایي مراسمو ته په خپله کې وینا کې وویل چې نن ورځ حکومت هغه ژمنه پوره کوي چې د شاه غازي امان الله خان ناتمام کاري فصل به بشپړوي.
ده په خپلو کې خبرو وویل چې موږ خپلواکي د ښوونځیو په جوړولو او د علم په خپرولو ساتو تر څنګ یې ډاډ ورکړ چې په خوست ولایت کې به د ټولو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي.
غونډې ته د بېلابیلو قومونو مشرانو په خپلو خبرو کې د دغه تاریخي ګام ستاینه وکړه او ډاډ ورکړ چې هېچا ته په دې پروژو کې د فساد اجازه ورنکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS