خوست ولایت کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت، د مراجعینو لپاره د چوپړتیاوو ځانګړی سالون جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۴۱
145

د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو او د مراجعینو له وخت څخه د ضایع کېدو مخنیوي په موخه، د خوست ولایت پوهنې ریاست کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت، د مراجعینو لپاره د چوپړتیاوو ځانګړی سالون جوړ او فعاله شو.

د پوهنې مسئولینو، په اداري چارو کې له دغه نوښت هرکلی وکړ او د پورته ذکر شوي تالار جوړول یې د مراجعینو د ورځنیو چارو پلي کولو په پروسه کې خورا ګټور وګڼل.

په ورته وخت کې، د خوست پوهنې ریاست مراجعینو هم له دې اقدام څخه خپله رضایت څرګند او د اداري آسانتیاوو په رامنځته کولو او پوهنیز سیسټم لاپراختیا برخه کې یې د پوهنې وزارت له کړنو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS