خبري اعلامیه
د روان خورشیدي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدي ۱۸۵ بیځایه شوې او بیرته راستنیدونکې ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.
پوهني وزارت_کابل: په روان کال کې پوهنې وزارت د ۱۸۴۷۴۹ بیځایه شوېو او بیرته راستنیدونکې ماشومانو لپاره د بیړنی کاري ګروپ په مالي مرسته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي ده چي د دي جملي څخه ۱۰۵۹۹۱ښځینه زده کوونکي دي.
د بیځایه شويو او بیرته راستنیدونکي ماشومانو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې (بلخ، بادغیس، هرات، جوزجان، کابل ، کندهار، کنر، کندز، ننگرهار، سرپل، ارزگان، زابل، فاریاب ، سمنگان، پکتیکا او هلمند) ۵۰۸۰ بیړنې تولګي رغول شوې دي .
د دي تولګېو د رغولو سره سم د ۵۸۴۹ خلکو لپاره د ښوونکو په توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
بیځایه شوې او بیرته راستنیدونکې ماشومان د روزنیز اسنادو د نشتون له کبله په نهه میاشتیني او دري کلني تولیګیو کې د ارتیا ارزونی پر بنست د ښوونې و او روزنې د پوښښ تر لاندی راځی او رورسته له دې په نږدې دولتې ښوونځيو کې جذب کیږي.
پوهنې وزارت هوډ لري چي د هېواد ټولو ماشومانو لپاره د متوازنې ښوونې او روزنې زمینه برابره کړی.
د یادولو وړ ده چې په ۱۳۷۹ کال کې د ۲۴۶۰۰۰ بیځایه شوېو او بیرته راستنیدونکو ماشومانو لپاره د هيواد په ۸۰ ولسواليو کي د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده .
