خبرتیا
د کابل ښار په پروني چاودنه کي د سیمي نژدي ښوونځیو ودانیو د ښیښو ماتیدو له امله یو شمیر زده کوونکي سطحي ټپیان شوي چي اوس مهال يي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دي.
په ټولنیزو پاڼو کي پورته شوي انځور د تیري ورځي د چاودني ندي او په پرونی حمله کې زده کوونکې ندي وژل شوي خپور شوی انځور د هیواد نه بهر د بل هیواد د زده کوونکي دی او په ښکاره ډول د یاد زده کوونکي نوم په عربي ژبه ښکاره او لوستل کيږي .
له درنو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کيږي چي د دا ډول خبرونو او انځورنو په خپرولو کي اړین معلومات تر لاسه او له کره دقت نه کار واخلي ترڅو د عامه ذهنونو د خرابولو او انديښني سبب و نه ګرځي.
نوټ : دا انځور د پروني چاودني ندي بلکه د یوه بهرني هیواد د زده کوونکي انځور دي.
