ترکیه غواړي د افغان ترک ښوونځیو تعلیمي بهیر ګړندی کړي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹

د پوهنې وزارت د دفتر مقام عمومي رییس محترم عبـ‌دالحــ‌کیم هـ‌مت آخند زاده د ترکیي د معارف د بنسټ له مشر ښاغلي صالح ساغر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې هیواد د دوستۍ پر مخینه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دواړه دوست او مسلمان هیوادونه به د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره یو له بل سره همکاري او همغږي کوي.

ښاغلي ساغر وویل: موږ په افغانستان کې ۷۰۰۰ تنه زده کوونکي اود ۱۵۰۰ تنو په شاوخوا کې ښوونکي لرو، ښاغلي ساغر زیاته کړه موږ چې په هر هیواد کې خپل تعلیمي برنامې پلي کوو د هغه هیواد د پوهنې تر مستقیمې رهبرۍ لاندې یې سرته رسوو چې په افغانستان کې هم ورته عمل سرته رسوو.

ښاغلي ساغر څرګنده کړه کوم تغییرات چې اوس مهال په افغانستان کې راغلي موږ به د دغه تغییراتو او نوو کرنلارو سره ځانونه چمتو کوو او د مخکیني پروتوکول پر اساس غواړو چې دغه مکاتب په نړۍ کې لومړني او وتلي مکاتب وي او په دې لاره کې به دواړه لوري په ګډه کار کوو ترڅو دغه موخې ته ورسیږو او هیله مو دا ده چې موږ خپل فعالیتونو نورو ولایتونو لکه هلمند ته چې اوسمهال یې ښوونځی هم پیل شوي وغزوو. 

ښاغلي ساغر په افغانستان کې د دارالحفاظونو او مدارسو په جوړولو هم خبرې وکړې او وویل: دا موضوع به له خپلو مشرانو سره شریکه کړي.
هغه زیاته کړه: موږ غواړو چې د دې ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې هم پوهنې وزارت سره مرسته وکړو.

ورپسې محترم هــ‌مت د تعلیم په برخه کې د ترکيې هیواد له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: د افغان ترک ښوونځۍ زموږ په هیواد کې اوږده مخینه لري او موږ غواړو چې د کیفیت له پلوه مو تعلیمي نظام  له پخوا څو برابره پیاوړې کړو، ښاغلي همت وویل: موږ به په پخوانیو تفاهمنامو بیا ځلي کتنه وکړو او زموږ هیله د ځینو ګډو ارزښتونو په لحاظ د ترکیې هیواد څخه ډیره ده. 

 ښاغلي همت له راغلي هییت څخه وغوښتل چې د عصري علومو ترڅنګه دیني مظامینو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه راغلي هییت ته د پوهنې وزارت لخوا د هر راز مرستو ژمنه او ډاډ ورکړ او له راغلي پلاوي یې وغوښتل ترڅو د کارمندانو او ښوونکو د معاشاتو په اړه هم د پوهنې وزارت سره مرسته وکړي. 

په دغه غونډه کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر د عمومي رییس ترڅنګ د ښوونې او روزنې د معینیت د دفتر رییس ښاغلي مـ‌ولوي عزیز احــ‌مد ریان او د نړیوالو اړیکو رییس محترم وحیدالله هاشمي هم ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS