بدخشان ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۴۰
rthhd

د بدخشان ولایت یفتل پایان ولسوالۍ اړوند په پهن دره کلي کې د امام ابوحنیفه «رحمه الله» دارالعلوم رغنیزې چارې، چې څه موده وړاندې د سیمه ییزو خلکو له لوري په ۴ جرېبه ځمکه کې د ۴ مېلیونه افغانیو لګښت سره پیل شوې وې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې ریاست مسئولینو، علماءکرامو او د سیمې خلکو ګډون درلود، پرانیستل شو.

د پوهنې مسئولینو په خپلو خبرو کې وویل، دغه دارالعلوم چې دوه بابه ۲ پوړیزه ودانۍ لري، په دوو بر خو (نارینه او ښځينه)وېشل شوی او له اړینو ملحقاتو سره ۷ درسي ټولګي، ۴ تالارونه لري، چې په دوه وختونو کې د ۳۰۰ تنو زده کونکو ظرفیت لري.

د سيمې خلکو هم په خپلو خبرو کې د دغه دارالعلوم پر پرانيستلو خوښي څرګنده او د پوهنې په برخه کې يې د خپلو مرستو د دوام خبره وکړه.

د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د خلکو له مرستو مننه کوي او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS