بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۳۵
1456

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ د دهګه منځني ښوونځي لپاره د ۶ بابه درسي خونو بنسټ ډبره، د یاد ولایت برقشود کلي د پوهنې مینه والو لخوا په ورکړل شوې ۹.۲۵ جرېبه ځمکه کې د پوهنې چارواکو په حضور سره کېښودل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولسي حرکت څخه مننه څرګنده او ویې ویل: "دا ډول اقدامات هیله بښونکي دي او ان‌شاءالله، د پوهنې وزارت به د خپلو هلوځلو په ترڅ کې د دې پروژو ملاتړ وکړي او په نږدې راتلونکي کې به د دې ښوونځي د بشپړولو او تجهیزولو لپاره نورې مرستې هم وکړي."

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو له مادې او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت علم دوسته خلکو له همکاریو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۱۸۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه سیمینار پیل شو 

د یوې خیریه ادارې له خوا د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د ۹۱ بابه ښوونځیو د ۱۹۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه دوه ورځنی سیمینار پیل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS