بامیان ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو د ترمیم پروژه پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۰
طیرلطز

د بامیان ولایت مرکز اړوند دره فولادي ذکریا لېسه کې، د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې پروژه د پوهنې مسئولینو، د ولایت مقام چارواکو، علماءکرامو، د خیریه بنسټونو استازو او د سیمې د مخورو په حضور کې پیل شوه.
یاده پروژه د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ عملي کېږي، چې له مخې به یې د بامیان ولایت د سیغان، شبر ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۰ بابه ښوونځي په اساسي ډول ترمیم او ورغول شي.
د یاد ولایت والي محترم حاجي قاري ګل حیدر شفق د غونډې پر مهال د پوهنې وزارت او ملاتړو بنسټونو له هڅو مننه وکړه او د علم او پوهې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: «علم او پوهه په ټولنه کې لوړ ارزښت لري او باید د هېواد بچیانو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه وشي.»
همدارنګه د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د روانو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د پوهنې د کیفیت لوړولو لپاره یې د دغه ریاست له دوامداره هڅو خبر ورکړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې د ولایت په کچه به د ښوونځیو د وضعیت ښه‌والي بهیر په جدي ډول تعقیب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

اعلان داوطلبی

ریاست معارف ولایت کابل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی ترمیمات 5 باب مکاتب  یک باب دارالعلوم مربوطه خویش در ولسوالی های بگرامی، پغمان، گلدره، میربچه کوت، ده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس د یوې ښوونیزې ودانۍ جوړېدو چارې وکتلې

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ګردن دیوار عالي لېسې له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې د. . .

BACK TO NEWS