بامیانو کې دیو ښوونځي دودانۍ دبنسټ ډبره كيښودل شوه
دبامیانو ولایت د یګاولنګ ولسوالۍ د انده د نجونو ښوونځي دودانۍ دجوړولوكار رسمآپيل شو.
هغه غونډه چي دنوموړي ښوونځي په انكړكي دوانۍ دبنسټ ډبري دايښودلولپاره جوړه شوي وه دپوهني رییس محمد ایوب آروین په كډون دسيمي يوشميرقومي مشرانو، زده كوونكواوښوونكوبرخه اخيستي وه
دا ودانۍ په پاخه اساسي ډول په يوپوړيزډول دسيمي اوسيدونكوله خوا په وركړل شوي یو جريبه ځمكه كي د اتومياشتو په موده کې دنی قلعه موسسي په مالي مرسته جوړيږي، چي ۸ درسي ،دوه اداري خوني احاطوي ديوال اوداوبوڅښلويوه څاه، ۵ تشنابونه، د والیبال لوبغاړي او نوری اړیني آسانتیاوی به ولري چي په جوړولو سره به يي سلګونو نجونو زده كوونكو دښه زده كولوزمنيه برابره شي .
