امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/۵

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۲:۴۹
امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/۵

پوهنې وزیر په نیویارک کې وویل چې د ښوونځي څخه پاتې ۱۲ زره ماشومان محلي ټولګیو ته جذب شوي دي.

پوهنې وزارت- نیویارک: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ECW (زده کړه انتظار نه کوي) غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې پوهنې وزارت د ښوونځي څخه بهر ۱۲ زره ماشومان محلي ټولګیو ته جذب کړي دي.
ډاکتر بلخي په دې پروګرام کې چې د ECW (زده کړه انتظار نه کوي) په کوربتوب او د بریتانیا پخواني لمړي وزیر ګردون براون او ECW نړیوالې مسئولې یاسمین شریف په شتون کې تر سره شوه؛ د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې د زده کړه انتظار نه کوي له بنسټ څخه د ډیر ملاتړ غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزیر یادې غونډې ته وویل چې د ښوونځي څخه بهر ۳.۷ ملیونه زده کوونکو لپاره د ECW اوسنۍ ملاتړ بسنه نکوي او د افغانستان ښوونیز سیستم ته د ښوونځي څخه د پاتې ماشومانو د ډیر جذب لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي همدارنګه د پوهنې وزارت د تیرو ۶ میاشتو د پرمختګونو لنډ راپور یادې غونډې ته وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د High Level Steering Group Meeting غونډه کې د ګډون په موخه چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر میاشت په ۲۴ او ۲۵ تر سره شو، امریکا ته سفرکړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS