امريكا ته د ډاكټر بلخي سفر د خبرونو لړۍ/3
د پوهنې وزير وينا په امريكا كې، په درۍ كلنه برنامه كې د ۱۵۰ زره نجونو لپاره چې له ښوونځي څخه بهر دي د مالي مرستې غوښتنه.
د پوهنې وزارت- واشنګټن: ډاكټر محمد ميرويس بلخي د پوهنې وزارت سرپرست امريكا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د تعليم په تمه نه پاتې كيږي (ECW ) ټولنې د مركزي مديرانو غړو ته په خپله وينا كې په ښوونځيو كې د هغه ۱۵۰ زره نجونو د شاملېدو لپاره د درۍ كلنې برنامې په ترڅ كې د مالي مرستې غوښتنه وكړه كوم چې اوس مهال له ښوونځي څخه بهر دي.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلى ډاكټر محمد ميرويس بلخي چې د تعليم په تمه نه پاتې كيږي ECW ټولني مركزي سمينار كې د ګډون په موخه واسنګټن ته سفر كړى په خپله خاصه وينا كې د افغانستان په تېره بيا د ولاياتو د ښوونې او روزنې پر وضعيت رڼا واچوله.
ښاغلي بلخي د افغانستان بيړني ( اضطراري ) حالت ته په كتو د ۳،۷ ميليونه ماشومانو د ۲،۲ ميليونه نجونو په ګډون چې له ښوونځي څخه بهر دي د پرزنتيشن په وړاندې كولو سره د مالي مرستو د جلبولو يادونه وكړه.
دغه راز د پوهنې وزير د هيواد په نا امنه سيمو كې د ماشومانو په خاص ډول د راستنو شويو كورنيو د نجونو د ښوونې او روزنې په نامناسب حالت اندېښنه وښوده او په دې برخه كې يې د نړيوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار وكړ.
د يادونې وړ ده چې د هيواد د پوهنې سرپرست وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي ( د تعليم په تمه نه پاتې كيږي )ECW ټولنې په مركزي سمينار كې د ګډون، د نړۍ د پيژندل شويو او اكاډميكو څېرو سره د ليدو او په افغانستان كې د ښوونې او روزنې لپاره د مرستو د جلبولو په موخه د روان كال د وري د مياشتې په ۲۲ نېټه د امريكا متحده ايالاتو ته سفر كړى.
