افتتاح و بهره برداری یک باب مکتب در ولایت بلخ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۹:۱۵
افتتاح و بهره برداری یک باب مکتب در ولایت بلخ

د هېواد په کچه د پوهنې له نظام سره د خلکو د مرستو په داوم دا ځل سيدالکونين خيريه بنسټ په بلخ ولايت کې د پوهنې وزارت په لارښوونه او د بلخ د پوهنې رياست په همغږۍ د مزار شريف ښار د قواى کار په محله کې د دوه لکه امريکايي ډالرو په ازرښت د سلطان محمود غزنوي لومړنى ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارله.
د ياد ښوونځي د پرانيستلو په مراسمو کې د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج عبدالجليل شهيدخېل، د پوهنې مسئولينو، علماوو، ولسي مشرانو او ځايي خلکو ګډون درلود.
په پيل کې د پوهنې رئيس مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له خيريه بنسټ څخه مننه وکړه او دا مرسته يې جاريه صدقه وګڼله.
نوموړي د دوو کالو په ټولو لاسته راوړنو تفصيلي وينا وکړه او دا ډول پرمختګونه يې د پوهنې په تاريخ کې بې ساري وبلله.
ورپسې د خيريه بنسټ استازي او يو تن د سيمې اوسېدونکي د علم او پوهې پر ازرښت لنډې ويناوې وکړې.
د يادونې وړ ده چې ياد ښوونځى په 1500 متر مربع ځمکه کې په اساسي ډول رغول شوى، چې په يوه وخت کې د 500 تنو زده کوونکو د ځايدو وړتيا لري، چې اوس مهال 150 تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS