د کندهار ولایت یو شمېر ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ته روزنیزه برنامه پيل شوه
د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د نويو ګومارل شویو مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته د «اغېزمنه ښوونه او روزنه او تنویرالافکار» تر سرلیک لاندې اته ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
ټاکل شوې ده چې د یاد پروګرام په ترڅ کې د ټولګي مدیریت، د درسي پلان جوړونې، د اغېزمنو تدریسي میتودونو، ښوونیز مدیریت او د ښوونکو د مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو اړوند موضوعات تدریس شي.
