د میدانوردګ پوهنې ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدانوردګ ولایت پوهنې ریاست لپاره د یوې نوې اداري ودانۍ جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
دغه درې پوړیزه ودانۍ د پوهنې وزارت له پراختیایي مېزانیې څخه د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د یا ولایت والي محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د دغه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني او یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو په حضور کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به ۳۳ اداري خونې، د غونډو جوړولو لپاره یو لوی تالار، د ساتونکو خونې او نورې اړینې اسانتیاوې ولري، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنې ریاست اداري کاري چاپېریال او د خدمتونو د وړاندې کولو اسانتیاوې برابرې شي.
