په کونړ کې د څه کم ٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۰
طیبسظطرز

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کونړ ولایت په کچه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۴ میلیونه، ۸۵۶ زره او ۸۲۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
په دغو پروژو کې د وټه‌پور ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د غازي‌آباد ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د اسعدآباد ښار د دم کلي د منځني ښوونځي د انګړ هوارول، د شیګل ولسوالۍ د مرکزي مدرسې، د بر کونړ ولسوالۍ د شابل منځني ښوونځي، د منورې ولسوالۍ د مرکزي لېسې، د خاص کونړ ولسوالۍ د مدرسې، د نورګل ولسوالۍ د لودم منځني ښوونځي او د سرکاڼو ولسوالۍ د ملاګوري لومړني ښوونځي د ودانیو ترمیم شامل دي.
 د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د دغو ښوونیزو مرکزونو ودانيزې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS