په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې
د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظالصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو څخه تخنیکي سروې او ساحوي ارزونه ترسره کړه.
د یادې سروې په ترڅ کې د ښوونځیو د تشنابونو وضعیت، ترمیماتي اړتیاوې، د نویو تشنابونو جوړولو اړتیا او د تقویتي ټولګیو کمښت وڅېړل شو، ترڅو د ښوونځیو اساسي او ښوونیز لومړیتوبونه مشخص او د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم پلانونه جوړ شي.
