د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
زظطزظطزظ

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱ زره او ۳۷۶ افغانیو په ارزښت، د عبدالرؤوف حمیدي لوژستیکي خدماتو شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل شکایتونه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره په لیکلي بڼه، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې ده افغانان سیمې ته څېرمه، په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک او عقد په معنا نه ده؛ تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ او ورپسې قانوني پړاوونه ترسره شوي نه وي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۲
Background image

په سرپل کې یوې مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ منبع‌العلوم روحاني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره د مرحوم الحاج دین‌محمد خان د یو شمېر خیرخواه لمسیانو له لوري د ۱ میلیون او ۸۵ زره. . .

BACK TO NEWS