د بادغیس پوهنې ریاست د مهمو کړنو لنډیز
د روان ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بادغیس پوهنې ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې ۹۹۰ تنه رسمي او حقالزحمه ښوونکي د آزادې سیالۍ له لارې ګمارل شوي، چې ورسره په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شوې ده.
همدارنګه، د ۱۰۲۴ تنو ښوونکو او د پوهنې ادارې کارکوونکو فعالیتونه ارزول شوي او د یاد ریاست د خدماتي اجیرانو لپاره د سواد زدهکړې یو کورس هم پرانیستل شوی دی.
