په کونړ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کونړ ولایت د وټهپور ولسوالۍ دونګل لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ جوړولو چارې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او ټاکل شوې چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
دغه نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او یو کتابتون ولري، چې په جوړېدو سره به شاوخوا ۳۴۴ زدهکوونکو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شي.
