په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې
د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به د ښوونیزو بنسټونو د سرپناه د ستونزې یوه برخه حل او د ښوونې او روزنې د وضعیت په ښه والي کې به مرسته وکړي.
