د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۸
طظطظز

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نتایجو او شهادتنامو ریاست د پرنټرونو د اړتیا وړ۶۰ سېټه رنګ پېرودلو قرارداد د امید ارشد لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې د کابل ښار په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د۲،۶۷۶،۰۰۰ (دوه میلیونه، شپږ سوه شپږ اویا زره) افغانیو په ارزښت ورکړي.
ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له اړوندو دلایلو سره، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سیمې ته څېرمه په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د پورته ټاکل شوې مودې له بشپړېدو او اړوندو قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته، قرارداد نه شي عقد کېدای.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۹
Background image

په زابل کې د ۸ ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې

د زابل ولایت د قلات، شاه‌جوی او سیوري ولسوالیو ۸ ښوونځي د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او او بېرته د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د یاد ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په غزني کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ۱۵ ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۵۸۰۰ زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۴
Background image

په زابل کې د یوه ښوونځي لپاره د ۵ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ نسوزو لومړني ښوونځي لپاره د ۵ درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې ټولیز لګښت، چې د ۶ خونو او وقف شوې ځمکې ارزښت هم پکې شامل دی،. . .

BACK TO NEWS