پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې لپاره اړین وسایل وپېرل شول
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ رحمانیه دیني مدرسې لپاره د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۵۵ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت اړین توکي وپېرل شول.
په پېرل شویو توکو کې د خونو لپاره فرشونه، یوه د بېټرۍ دستګاه، یو پرېنټر، یوه د لمریزې برېښنا دستګاه، ۶ پکې، دوه اتومات څراغونه، کنټرولر او د برېښنا لینونه شامل دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وايي، چې دغه اقدام له علم او پوهې سره د خلکو د لېوالتیا څرګندونه کوي او د ټولنې د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره یو عملي ګام هم بلل کېږي.
