په دایکنډي کې د ۱۳۵ تنو بستر ناروغانو لپاره د سواد زده‌کړې کورس پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۲۲
ظزز

د دایکنډي ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د معتادینو په۲۰۰ بستریز درملنې حمایوي کمپ کې د بستر نالوستو ناروغانو لپاره د سواد زده‌کړې ځانګړی کورس د یاد ولایت د پوهنې ریاست ښاري پوهنې آمریت د سواد زده‌کړې څانګې له لوري پیل شو.
د کورس د پیل په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شیرمحمد «صدیقي» د سواد زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې سواد د وګړو د پیاوړتیا، د ټولنیز پوهاوي کچې لوړولو او د سالم ژوند د زمینې برابرولو لپاره مهم رول لري.
همداراز، په دې پروګرام کې ۱۳۵ تنو بستر ناروغانو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او ښوونیز توکي هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS