د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز فعالیتونه او لاسته راوړنې
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپل کاري پلان له مخې، د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د نظم او انضباط د ټینګښت او د ښوونیز بهیر لاښه والي په موخه، تېره اوونۍ یو لړ دیني، روزنیز او څارنیز فعالیتونه ترسره کړل.
د ياد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په شپاړسګونو حوزو او د ملک په ټولو ولایتونو کې د ښوونیزو او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه. په دغو ارزونو کې د ښوونیز نصاب د تطبیق، اداري او ښوونیز نظم، تدریسي بهیر، ښوونیز چاپېریال، د ښوونکو او زدهکوونکو اخلاقي چلند او د اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو وضعیت وکتل شو.
همدارنګه، د ښوونیزو او اداري کارکوونکو سیرت او صورت، دیني معلومات او د کاري مسوولیتونو د ترسره کولو څرنګوالی وارزول شو، چې د ارزونو له مخې په دې برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
د څارنو پر مهال اړوندو مسوولینو ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې او ټینګار وشو چې د علمي زدهکړو ترڅنګ د زدهکوونکو دیني، اخلاقي او ټولنیزې روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د دعوت او ارشاد ریاست د دغو فعالیتونو موخه په ښوونیز او اداري نظام کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د نظم او مسوولیتپالنې پراختیا او د سالم کاري او ښوونیز چاپېریال رامنځته کول دي.
