د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
سی

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو مسوولینو، ښوونکو، زده‌کوونکو او اداري کارکوونکو په پراخ ګډون سره د ځانګړو فرهنګي، علمي او ښوونیزو پروګرامونو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

٢- د فاریاب ولایت د مرکزي هستې او د ولسوالیو پوهنې آمریتونو ۱۰۰ تنو اداري کارکوونکو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې او د دندو د لایحې د تشریح په موخه یوه ورځنۍ برنامه د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې جوړه شوه.

٣- د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکو له پوهنې سره د ۲۳۳ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
له یادې مرستې څخه د حیات‌بابا لېسې لمریزې برېښنا سیسټم د ۱۶۵ زره افغانیو په ارزښت ترمیم شوی، د عبدالله ابن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسې لپاره د ۴۴ زره افغانیو په ارزښت فرشونه برابر شوي او د شهید شیرعلي ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت اداري وسایل اخیستل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS