دایکنډي ولایت کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په مرکز کې د بعثت لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکاره ادارې په ملاتړ پر درې جریبه ځمکه د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړېدو چارې یې پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړه او د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ د مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، اوسمهال په دغه ښوونځي کې له ۳۰۰ تنو څخه ډېر زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
