په بامیان ولایت کې د ښوونځيو۸۹ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره روزنیزه غونډه جوړه شوه
د بامیان ولایت مرکز اړوند ۸۹ تنو ښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره "د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیزه غونډه پرانیستل شوه.
په دغه درې ورځنۍ روزنیزه برنامه کې به ګډونوالو ته د تدریس معیاري طریقې او نور اړوند مهم موضوعات تدریس شي.
د پوهنې وزارت تل هڅه کوي چې د ښوونکو او اداري منسوبینو د مسلکي ودې او مهارتونو پیاوړتیا په موخه علمي او مسلکي غونډې ترسره کړي.
