د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۱
azczxc

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتم‌الانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل شول او د لمریز سیسټم په نصب سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د دغو پروژو د بشپړېدو پر مهال د مرستندویې خیریه ادارې له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د پورته ذکر شویو پروژو په بشپړېدو سره په یادو دواړو ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS