له یو شمېر کډوالو ماشومانو څخه په ښوونځیو کې د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۴
65465

د کابل ښار پوهنې ریاست، ملک ته له راستنو شویو ۴۵۰ تنو کډوالو ماشومانوڅخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د علم او زده‌کړې د ارزښت په اړه د هر اړخیزو خبرو ترڅنګ، له ګډونوالو وغوښتل چې د پوهنې وزارت له لوري د رامنځته شویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده چې یاد ماشومان د ښوونیزې سویې د تثبیت له ازموینې وروسته، د هغوی د زده‌کړې کچې له مخې د کابل ښار په ښوونځیو کې شامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې. . .

BACK TO NEWS