د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې لس تنه مخکښ طلاب او زده‌کوونکي د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري وستایل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۱
56121

د ۱۴۰۵ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې د لسو تنو مخکښو طلابو او زده‌کوونکو د ستاینې غونډه د پوهنې وزارت د رهبرۍ، مرکزي رئیسانو، د زده‌کوونکو د کورنیو غړو، ښوونکو او مدرسینو په ګډون د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاووس طارق، د مخکښو زده‌کوونکو له هڅو او زیار ستاینه وکړه او د کانکور په عمومي ازموینه کې یې د هغوی پر بریا خوښي څرګنده کړه.
 نوموړي له دوی وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې له هېڅ ډول هڅو او هاند څخه درېغ ونه کړي.
ورپسې، د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معین شیخ عبدالمالک حقاني، د خپلو علمي څرګندونو پر مهال مخکښو زده‌کوونکو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې دیني علوم ترڅنګ عصري علوم ځانګړی اهمیت لري او د اسلامي تمدن د لا غوړېدو او پرمختګ لامل ګرځي.
نوموړي د علم او علماءکرامو د ارزښت په اړه د خبرو پر مهال زیاته کړه چې ټولنه او هېواد ښوونیزې ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري او موږ باید د همدې مخکښو طلابو او زده‌کوونکو له لارې دې موخې ته ورسېږو.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ټولو هغو طلابو او زده‌کوونکو ته چې د لوړو زده‌کړو بنسټونو ته بریالي شوي مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «تاسو د ملک د راتلونکي معماران او رهبران یاست؛ نو باید د خپل ولس او ټولنې پر وړاندې د مسوولیت احساس ولرئ او د خپلو زده‌کړو له لارې دا کړېدلی هېواد د پرمختګ او ودانۍ پر لور رهبري کړئ.»
په ورته مهال د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظو رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د نبوي احادیثو په رڼا کې د ازموینې پر اهمیت خبرې وکړې او له طلابو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ټولنې او خلکو د خدمت جوګه او اغېزمن شخصیتونه شي.
ورپسې د مدارسو او ښوونځیو دوو تنو مخکښو زده‌کوونکو د کانکور په عمومي ازموینه کې د خپلې بریا د رازونو او تجربو په اړه خبرې وکړې او  په ورته وخت کې د پوهنې د محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا، د مبارکۍ پیغام د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري د رئیس مولوي صدرالدین سعد، له لوري ولوستل شو.
د غونډې په پای کې، مخکښ طالب العلم او زده‌کوونکي د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لوري په مادي او معنوي ډالیو وویاړل شول، چې په کې لپټاپ کمپیوټرونه، ستاینلیکونه، یادګاري تندیسونه، لباسونه، ساعتونه او نورې نغدي او معنوي ډالۍ شاملې وې.
غونډه د پوهنې وزارت د ستر سلاکار مولوي سید غیاث الدین آغا په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز د علمي او تخنیکي پلاوي له لوري د یو شمېر ولایتونو له ښوونیزو مرکزونو حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د عملیاتي پلان او خپلو اساسي دندو له مخې، چې اساسي موخه يې په ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس او ریاضیاتو د عملي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

په بادغیس کې له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د یوه نېک اقدام په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په مرکز کې د کوچیانو ښوونځي له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.
د مسوولینو په وینا، په مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۲۹
Background image

په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت نوې ودانۍ جوړېږي

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۱ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته روانې دي.
ټاکل شوې، چې په دې ودانۍ کې شپږ اداري شعبې او یو د. . .

BACK TO NEWS