د هرات پوهنې ریاست ته یو جریب ځمکه وقف شوه
د هرات ولایت د گذرې ولسوالۍ یو تن علمدوست شخصیت حاجي عبدالقدوس خان، خپله یو جریب شخصي ځمکه، چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
ټاکل شوې ده چې پر یاده ځمکه د محمد رسول الله «صلی الله علیه وسلم» لومړني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شي.
پوهنې وزارت، د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره د دغې ځمکې وقف کولو له امله د حاجي عبدالقدوس خان له دغه نېک اقدام څخه مننه او قدرداني کوي.
