د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس بدخشان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۱۶
ظطزظطز

د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا د رئیس الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې له غړو سره په یوه ناسته کې وکتل.
په یاده ناسته کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا د غړو د اجراآتو څرنګوالي، د مسلکي برنامو پلي کولو، د ښوونکو د وړتیا لوړونې او اړوندو کړنو لا ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
 همدارنګه د مسلکي پراختیايي پروګرامونو د کیفیت پر ښه والي او د مسوولیتونو پر اغېزمن ترسره کولو ټینګار وشو.
پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې له سایف شهید او بتاش لېسو څخه د لیدنې پر مهال، د یادو ښوونځیو له مسوولینو او استاذانو سره وکتل او د زده‌کړې بهیر، درسي وضعیت او د ښوونکو د مسلکي پراختیا اړوند فعالیتونه یې له نږدې وڅېړل او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS