په غزني ولایت کې د یوه نوي منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۴
ص\بیسظزیشس

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ  جانه‌شاکي سیمې د شاکي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په يادو مراسمو کې د غزني  پوهنې رئیس، د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر، د سیمې یو شمېر ځایي مسوولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون درلود٠
یاد ښوونځی په یو نیم جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې اته درسي خونې او ټول اړین ملحقات لري. 
د دغې ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په بشپړېدو سره یې د سیمې د سلګونو ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

په بادغیس کې له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د یوه نېک اقدام په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په مرکز کې د کوچیانو ښوونځي له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.
د مسوولینو په وینا، په مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۲۹
Background image

په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت نوې ودانۍ جوړېږي

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۱ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته روانې دي.
ټاکل شوې، چې په دې ودانۍ کې شپږ اداري شعبې او یو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

په کابل کې د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره شو

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ښوونیزو ادارو آمرینو او مدیرانو ته د پاکو اوبو، نظافت او روغتیا ساتنې په اړه ښوونیز او پوهاوی ورکونکی سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د نظافت، پاکو اوبو. . .

BACK TO NEWS