د کونړ ولایت په اړوندو سیمو کې پر یو شمېر زدهکوونکو قرطاسیه ووېشل شوه
د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند برېکوټ ښوونځي زدهکوونکو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري قرطاسیه او درسي توکي ووېشل شول.
په وېشل شویو مرستو کې د کتابونو بکسونه، قرطاسیه، د هندسې د رسم وسایل او نور اړین درسي توکي شامل وو، چې د پوهنې مسوولینو او د کورنیو چارو وزارت د سیمهییزې ادارې د استازي په حضور کې د یوې غونډې پر مهال زدهکوونکو ته توزېع شول.
