د لوګر ولایت په اړوندو ښوونځیو کې د کمپیوټر عملي زده‌کړو ټولګي تاسیس او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۸
شسبظط

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند د مرکزي، منګل‌ها، رضاخېل‌ها او چوترې لېسو لپاره د کمپیوټر د عملي زده‌کړو په عصري وسایلو سمبال ټولګي، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي متقي په حضور کې پرانیستل شول.
دغه ټولګي د علم‌پروره کسانو په مالي ملاتړ، د څه کم ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
 یاد ټولګي په لپ‌ټاپونو، پرنټرونو، دیوالي ننداریزو پردو، مېزونو، څوکیو او لمریز برېښنايي سیسټم سمبال دي، چې په فعالېدو سره یې شاوخوا ۸۰۰ تنو زده‌کوونکو ته د کمپیوټر مضمون د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.
د لوګر پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي متقي، د پورته ذکر شویو ټولګیو د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونیز نظام په ملاتړ کې د خلکو له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل:« د پخوا په پرتله په ازره ولسوالۍ کې له پوهنیز بهیر سره د خلکو همکاري او مرستې د پام وړ زیاتې شوې دي».

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۴۸
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو، د ښوونکو د مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو مدرسینو او ښوونکو ته روزنیزې برنامې پرانیستل شوې 

د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو۴۱ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي پراختیا په موخه یو ورځنۍ روزنیزې برنامې ترسره شوې.
په پورته ذکرشویو سیمینارونو کې د تدریس د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو ښوونځیو کې د کمپیوټر عملي زده‌کړو ټولګي تاسیس او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند د مرکزي، منګل‌ها، رضاخېل‌ها او چوترې لېسو لپاره د کمپیوټر د عملي زده‌کړو په عصري وسایلو سمبال ټولګي، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي متقي په. . .

BACK TO NEWS