د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز
۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو څخه رقابتي ازموینه واخیسته، چې اوس د بریالیو نوماندانو لېست په لاندې جدول کې خپرېږي.
۲- ټولټال ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د نوي نصاب د صنفي اصولو درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د کابل ښار او میدان وردګ ولایت پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي وو، د دغو ریاستونو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شول.
۳- د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
۴- د دعوت او ارشاد ریاست د رسمي تشکیلاتو له مخې د هېواد د ټولو ولایتونو او د کابل ښار د شپاړسو ښوونیزو حوزو لپاره د ۵۰ بستونو ډکولو په موخه رقابتي ازموینه واخیسته.
۵- د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د “اغېزمنې زدهکړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه د مرکز او آبکمري ولسوالۍ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره پیل کړه.
۶- د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغلخېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.
۷- د کابل ښار په محمود هوتکي عالي لېسه کې د ۲۰۰ متره په ژوروالي د یو حلقه څاه د کیندلو او د ۱۰ غرفې تشنابونو جوړولو پروژه، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۵۳۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
