د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
دغه ورکشاپ د ياد ولایت په مرکز سربېره د زنهخان، ګیرو، اندړو او قرهباغ ولسوالیو کې د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو ته جوړ شوی دی.
د ورکشاپ موخه د تدریس د نويو او اغېزمنو لارو چارو معرفي کول، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه کول دي، ترڅو زدهکوونکي وکولای شي، خپل استعدادونه او وړتیاوې په غوره ډول پیاوړې کړي.
د غزني ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په زنهخان ولسوالۍ کې د دغه روزنیز پروګرام د ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د ښوونيز او روزنيز کیفیت لوړول د پوهنې ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
