د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ څخه د قدردانۍ ترڅنګ ویلي دي، چې یادې قرطاسیې به د ټاکل شوې ونډې له مخې دد ښوونځیو پر زدهکوونکو ووېشل شي.
