پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴ میلیونه افغانۍ دی، چې په کې کالي، بوټان، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.
