په دایکنډي ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۵۸
مپم

د دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ  اړوند «سفید پشته لرګر» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
یاده ودانۍ د درې میلیونه افغانیو په لګښت په هغه ځمکه کې جوړیږي، چې شاوخوا درې جریبه مساحت لري او د ولسوالۍ د اوسېدونکو هر یو محترم قنبر د جمعه زوی او قربان د ناظر زوی له لوري پوهنې ته ډالۍ شوې ده.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي مرسته رغول کېږي او ټاکل شوې ده چې ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او یوه تحویل‌خونه به ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS