په غور ولایت کې یو باب دیني مدرسې لپاره کتابتون تاسیس شو
د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د شمسالمدارس دیني مدرسې لپاره د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت یو باب کتابتون جوړ شو.
دغه کتابتون د سیمې د خلکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په یاد کتابتون کې د بېلابېلو درسي او علمي برخو سلګونه ټوکه کتابونه ځای پر ځای شوي دي، چې د ښوونې او روزنې د بهیر په پیاوړتیا او د ځوان نسل لپاره د مطالعې او علمي سرچینو د لاسرسي په برابرولو کې به مهم رول ولوبوي او اړینې اسانتیاوې به رامنځته کړي.
