په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه
د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپینغر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زدهکوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې له رامنځته شویو اسانتیاوو څخه سمه او ګټوره استفاده وکړي.
