بامیان ولایت کې په ۷ میلیونه افغانی لګښت  سره ۱۰ بابه ښوونځي ترمیم او سمبال شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۱
65465

د بامیان ولایت د سیغان، شیبر او مرکز اړوندو ۱۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو ترمیماتو چې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، د ټولګیو لپاره د مېزونو او څوکیو برابرول او همدارنګه د اداري او دفتري وسایلو تجهیزول شامل دي، چې له امله یې سلګونو زده‌کوونکو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شوی دی.
د بامیان پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار وایي، چې په راتلونکي کې به د یاد ولایت د نورو اړمنو ښوونځیو لپاره هم د ترمیم او بیارغونې پروژې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS